کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امريکا پخوانی سفیر: موږ باید د ويتنام په څېر ماتې ومنو او له افغانستانه ووځو

23 قوس 1398 ساعت 17:54


په افغانستان کې د امريکا پخواني سفر راين کراکر ويلي، په افغانستان کې د امريکا اتلس کلنه جګړه له پيله په ناسم لوري روانه وه او امريکا هلته له ناکامۍ سره مخ ده.
دغه امريکايي ډيپلوماټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې ليکلي، امريکا په افغانستان کې ځينې مهمې تېروتنې کړي، جګړه يې ناکامه ده او بايد د ويتنام په څېر د ماتې په منلو له دغه هېواده خپل عسکر راوباسي.
راين کراکر په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې افغانستان لپاره د امريکا سفیر و، نوموړی د افغانستان په چارو کې پراخ معلومات او تجربه لري او وخت پر وخت په افغانستان کې د امريکا د روانې جګړې په اړه مقالې ليکي.
د امريکا دغه ډيپلوماټ په افغانستان کې د فساد زياتوالي يادونه هم کړې او وايي، چې د امريکا له لوري هلته د پرېمانه پيسو لېږل د فساد تر ټولو ستر لامل دی.
د هغه په وينا په افغانستان کې د ګڼ شمېر ناوخوالو او ستونزو سربېره هلته يو شمېر ښې خبرې او کارونه هم شوي دي.
د راين کراکر په وينا په ۲۰۲ کال کې، چې حامد کرزی د افغانستان لنډمهالې ادارې ولسمشر وټاکل شو، افغانستان هېڅ درلودل، خو د هغه د واکمنۍ له پيله هلته د نجونو او هلکانو ښوونځي، اردو او يو شمېر نور پرمختګونه شوي دي.


د مطلب کود: 198047

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198047/د-امريکا-پخوانی-سفیر-موږ-باید-ويتنام-په-څېر-ماتې-ومنو-او-له-افغانستانه-ووځو

آوا
  https://www.avapress.com