د پاکستان لومړی وزير عمران خان په يوه ورځني رسمي سفر د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته روان شوی دی.
د پاکستان رسمي راډيو تلويزون وايي، لومړی وزير به د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزیز، وليعهد محمد بن سلمان او نورو چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د سيمې په حالاتو هم خبرې وکړي.
سعودي رسنيو هم د عمران خان د سفر يادونه کړې او لامل يې د ماليزيا په پلازمېنې کولالمپور کې د ترکيې، پاکستان، قطر او ماليزيا ګډ کنفرانس په اړه د سعودي ناخوښي بللې ده.
د نړيوالو چارو څارونکي وايي، د ماليزيا لومړی وزير مهاتير محمد پرېکړه کړې، چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان، د قطر امیر شيخ تميم بن حمد آل ثاني، د ایران ولسمشر حسن روحاني او د پاکستان لومړی وزير عمران خان راتلونکي يوې ګډې غونډې ته راوبلي او په دغه ناسته کې سعودي او متحده عربي اماراتو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
د ماليزيا حکومت وايي، دغه ناسته به د روان ديسمبر له ۱۸مې تر ۲۰ نېټې په پلازمېنې کولالمپور کې ترسره شي.
د کارپوهانو په وينا سعودي د ماليزيا دغه غونډه د اسلامي همکاريو سازمان بديل بولي او نه غواړي، چې د سعودي دوست هېوادونه په کې ګډون وکړي.
د اسلامي همکاريو سازمان له تېرو څو کلونو راهيسې د سعودي په مشرۍ فعاليتونه کوي، خو په دې وروستيو کې يې فعاليتونه د نشت برابر دي.
پاکستان د مهاتير محمد په کوربه توب راتلونکي ناسته کې د ګډون لېوالتيا لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د کولالمپور راتلونکې ناسته کې به د اسلامي امت پر وړاندې د شته ګواښونو او چانسونو په اړه خبرې وشي، خو د پاکستان حکومت لپاره د سعودي راضي کول هم اړين دي.