پولیسو تېره ورځ ناوخته د مزار شریف ښار په پنځمه ناحیه کې د ښاغلي قیصاري کور محاصره کړ او هڅه یې دا وه چې د هغه وسله وال خلع سلاح کړي.
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل، د ډزو تبادله د تېرې شپې له لسو بجو راهیسې روانه ده او دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو کار اخلي.
هغه د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.
رون ښاغلي قیصاري ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د بلخ پولیسو د مزار شریف ښار په زراعت سیمه کې د هغوی یوه قرارګاه محاصره کړې او غواړي چې د ښاغلي قیصاري د کسانو له خوا رامنځته شوې امنیتي پوستې له سیمې لرې کړي.
خو د بلخ د پولیسو ویاند وویل چې د ښاغلي قیصاري وسله والو هغه کور کې امنیتي پوسته جوړه کړې وه چې په قزاقستان کې د افغانستان سفیر فرهاد عظیمي پرې حقوقي دعوا لري.
ښاغلي عادل وویل چې پولیسو د موضوع د حل لپاره مداخله وکړه ترڅو هغوی اړ کړي له کوره ووځي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)