یاد کمیسیون ویلي وو چې، د ۷ ولایتونو د رایو دبیا شمیرنې د پاتې کېدو له امله لومړنۍ پایلې وځنډیدلې.
د کمیسیون مسولین وایي هڅه یې داده چې، په څو ورځو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
دې کمیسیون تر دا مهال د هېواد په ۲۷ نورو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش پروسه بشپړه کړې ده.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې پلویانو په تخار، فاریاب، بدخشان، بغلان، سرپل، جوزجان او پنجشېر د دغه کار مخه نیولې وه.
خو عبدالله وړمه شپه ناوخته وویل چې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غوښتنې سره یې هوکړه کړې چې، دغو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش ته اجازه ورکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون تیره ورځ هم له ټولو کاندیدانو او د هغوی له پلویانو غوښتنه کړې وه چې، په دغه بهیر کې له دوی سره مرسته وکړي او خنډونو جوړ نه کړي.
د ثبات او همپالنې ډله اوس هم پرخپلې خبرې ټینګار کوي او وایي، اوو ولایتونو د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش ته د اجازې ورکولو پرېکړه یې د هغو ۳۰۰ زره جنجالي رأیو د منلو په معنا نه ده چې، دوی یې پر سر په ۷ ولایتونوکې د رایو بیا شمیرنې ته اجازه نه ورکوله.
عبدالله عبدالله وایي که بیا هم یاد شمیر رایې باطلې نه شي، دوی به ابتدايي پایلې ونه مني.
خو د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم په محتاط ډول په اوو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش هرکلی کړی.
دغه ټیم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، هیله مند دي دغه بهیر بیا له خنډ سره مخ نه شي.
خو بل لورته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيزې ډلې د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش مخالفت کړی دی.
ددغې ډلې مطبوعاتي مسول فضل غني حقمل تیره ورځ رسنیو ته ویلي ووچې، په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او څارونکي به یې په ۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش په بهیر کې ګډون ونه کړي.
خو د ټاکنو کمیسیون چارواکي بیا وایي دوی ژمن دي چې په ۷ ولایتونوکې د رأیو د بیاشمېرنې بشپړېدو سره سم، به د ټاکنولومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې له نن د تیرې میزان میاشتې په ۶ مه ترسره شوي خو لایې هم لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.
په پيل کې د ټاکنو کمیسیون دوه ځلې د لومړنیو پایلو د اعلان نیټه ټاکلې وه خو بریالي نه شول.
اوس هم معلومه نه ده چې، کله به په ټولیز ډول د لومړنیو پایلو اعلان وشي ځکه له ټاکلې نيټه نه ده ایښودل شوې.