دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 198103
ټرمپ د استیضاح په درشل کې؛د امریکا د کانګرس قضايي کمېټې د ټرمپ ضد تورونه تایید کړل
په پام کې ده چې د کانګرس غړي به راتلونکې اونۍ په علني غونډه کې د ټرمپ د استیضاح په اړه رایې وکاروي د امریکا د کانگرس قضايي کمېټې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح لپاره تورونه تائید کړي دي.
د افغان خبری آژانس راپورونو له مخې په دغو تورونو کې د سیاسي گټو لپاره له واک نه ناوړه ګټه اخیستنه او د اوکراین د قضیې په اړه د کانگرس د پلټنو په وړاندې د خنډونو رامنځ ته کول شامل دي.
په قضایي کمېټه کې ددغو تورونو تائید چې اکثریت غړي یې دموکراتان دي، تر ډیره حده د ټرمپ د استیضاح لپاره لاره پرانیزي. خو بیا هم ټاکل شوی چې د جمهوري غوښتونکو په گډون د کانگرس غړي راتلونکې اونۍ د ټرمپ د استیضاح په اړه رای ورکړي. ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ مازدیګر دا رای اچونه شوې وای، خو د قضاییه کمېټې د دیموکراتو او جمهوریپالو غړو ترمنځ اختلاف ددې لامل شو چې دا بهیر وځنډېږي.
ټرمپ وايي له واکه یې ناوړه ګټه نه ده اخیستې، او دیموکراتان د “کودتا” په هڅه تورنوي. ټرمپ د جمعې په ورځ (ډیسمبر ۱۳مه) د استیضاح په اړه وویل، “دا تېر ایستل” دي.
ویل کېږي چې ولسمشر ټرمپ د جولای میاشتې په هغه ټلیفوني اړیکه کې اوکراین ته پوځي مرسته د جو بایډن پر ضد د فساد قضیې پیلولو پورې تړلې وه او تمه یې درلوده چې ده ته یې سیاسي ګټه ورسېږي.
https://avapress.com/vdchv6nzx23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته