دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 198104
طالبان له حکومت سره واک ویشي، امریکا سرتیري وباسي
واشنګټن به ډیر ژر له افغانستان څخه د خپلو څلور زره سرتیرو د وتلو پریکړه اعلام کړي. دا راپور د ان بي سي امریکایي شبکې پر داسي وخت خپور کړ چې، د طالبانو اوامریکایي استازو تر منځ د یوه جوړجاړي پر سر خبري یو بل حساس پړاو ته له رسیدو سره سم وځنډیدي. دا دوهم ځل دی چې خبري ځنډیږي.

په روښانه بڼه داسي ښکاري چې پر بګرام هډي د طالبانو وروستی برید به د دغه ځنډ لامل وي.
سایسي کارپوهان په داسي وخت کې پر امریکايي تاسیساتو بریدونه د سولي موافقي ته له رسیدو مخکي ډیر زیانمنونکي بولي.
د سیمي د حالاتو مبصرین کاږي چې دغه ډول بریدونه د طالبانو د سیاسي او پوځي مشرتوب ترمنځ بیلتونه په نښه کوي.
او هغه په دې مانا چې د جګړې د ډګر قوماندانان د سیاسي مشرتابه له وروستیو پرمختګونو او پریکړو خوښ نه ښکاري.
د سپیني ماڼي باوري سرچینو نن وویل چې ولسمشر ټرمپ به روا روانه کاري  اونۍ کې له افغانستان څخه د څلور زره سرتیرو وتل اعلام کړي.
اوس مهال ۱۲۰۰۰ امریکايي سرتیري په افغانستان کې میشت دي.
تر اوسه نه دي ویل شوي چې له افغانستان څخه به تلونکي امریکايي ځواکونه پلي او که هوایي هغه وي.
د امریکې د هوایي ځوکاونو یوه کنډک مشر چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رسنیو ته ویلي دوي ته تر اوسه پوري له افغانستان څخه د وتلو په اړه هیڅ راز اطلاع نه ده ورکړل شوي.
په همدې حال کې وسله والو طالبانو او امریکايي ځواکونو تر منځ په دې خبري شوي چې طالبان به د سولي د پروسي له پلي کیدو سره سم د افغان دولت د واک یو مهم شریک وي.
هغه شراکت چې دا مال د شمالي ټلوالي ( جمیعت، وحدت، اتحاد) او اشرف غني په مشرۍ د سیاسي ضعامت تر منځ برقرار دی.
ویل کیږي چې واک ته به له رسیدو سره اشرف غني احمدزی د زلمي خلیل زاد په میانجیګري طالبانو سره واک شریک کړي.
تر اوسه پوري نه ده ویل شوي چې د حکومت کومي برخې به طالبانو ته په واک کې ورکول کیږي خو اندیښني شته چې یو شمیر مهم یعني لومړی درجه ولایتونه او وزارتونه لا وختي طالبانو ته په پام کې نیول شوي دي.
افغان دولت په وار وار د سولي د خبرو له پیلیدو دمخه د اور بند د انفاذ غوښتنه کړي خو تر اوسه طالبانو په دې باب شین څراغ نه دی ښولی.
https://avapress.com/vdciuvaz5t1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته