د چین سفير وانګ يو په دغه ناسته کي ويلي چي چين د افغانستان په مسئله کي شخصي غرض نه لري او غواړي له جرمني او نورو اړوندو غاړو سره يوځای د افغانستان د بيارغوني او د سولي او روغي جوړي بهير له پاره مرسته برابر کړي.
همدا راز د جرمني سفير پيټر پروګل د جرمني او افغانستان تر منځ د دوه اړخيزو همکاريو په اړه معلومات شريک کړي او هيله يې څرګنده کړې چي له چين سره د افغانستان په مسئله کي د نظريو تبادلې او خپل منځي همږغۍ ته دوام ورکړي او د دغه هيواد د سولي د رامنځ ته کولو له پاره ګډي هڅي وکړي.