دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 198107
دانش: افغانستان د پانګوني په برخه کي چيني تصدیو ته آسانتیاوي برابروي
په افغانستان کي د چين سفير وانګ يو د ولسمشر له دوهم مرستيال سرور دانش سره کتلي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو او د افغانستان د سولي او روغي جوړي بهير په اړه يې خبري کړي دي.
د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش د چين سفير ته ويلي چي د دواړو هيوادونو دوستي د ورېښمو له لرغوني لاري راهیسي څه باندي ۲۰۰۰ کاله دوام لري. د نوموړي په وینا، د دواړو هيوادونو تر منځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو څخه راپه دې خوا په امنيتي، اقتصادي او سوداګريزو او کلتوري برخو کي خپلمنځي دوستانه همکارۍ ډېري تقويه سوي دي. دانش همدا راز ويلي: “په دې وروستيو کلونو کي د دواړو هيوادونو د مشرتابه تر لارښووني لاندي د دواړو هيوادونو تر منځ د بېلابېلو برخو اړيکي او همکارۍ لاپسي پياوړي سوي او پرله پسې پرمختګونه يې موندلي دي.”
هغه د چین نوي سفیر ته ويلي چي افغانستان به په هيواد کي د پانګونو او د پروژو جوړولو په برخه کي چيني تصديو ته اسانتياوي برابر کړي.
د چین سفير وانګ يو په دغه ناسته کي ويلي چي سوله، ثبات او پرمختګ د دواړو هېوادونو ګډه موخه ده، چين به په پرله پسې توګه د افغانستان د سولي او ثبات لپاره هڅي وکړي. هغه زیاته کړې، چين له اوږدې مودې راهيسې د افغانانو د ژوند د ښه والي او د دغه هېواد د اقتصادي ودې د پياوړتيا په هڅه کي دی او د افغانستان له پاره يې جمهوريت روغتون، د کابل پوهنتون ځيني تدريسي ودانۍ، ايډيټوريم او د افغانستان ملي تخنيکي انسټيټوټ په خپل لګښت جوړ کړي دی. هغه وویل چي چین هر کال افغان محصلينو ته سکالرشيپونه برابروي، په وړيا ډول د زړه پر مور زادي ناروغۍ اخته سوو افغان ماشومانو په درملنه کي مرسته برابروي، د دواړو هيوادونو تر منځ هوايي دهليز او مستقيم باروړونکي رېل پټلۍ يې پرانيستلې ده. د وانګ یو په وینا: “خپل هيواد ته د افغانستان د جلغوزو، زعفرانو او داسي نورو محصولاتو او توکو صادرات هڅوي او خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته يې پرله پسې پرمختګونه ورکړي دي.” نوموړي هيله وښودله چي افغانستان باید د چيني تصديو ساتنه پياوړې کړي او د چيني کارکوونکو امنيت تضمين کړي.
https://avapress.com/vdcbgwb8zrhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته