کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته بیا قطر ته تللی

24 قوس 1398 ساعت 11:53

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد پاکستان ته له یوه لنډ سفر وروسته بیا قطر ته تللی دی.



خلیلزاد د تیرې پنجشنبې په ورځ طالبانو سره د سولې خبرو د دریدلو خبر ورکړ او یوه ورځ وروسته اسلام اباد ته لاړ او د دغه هیواد له سیاسي او پوځي چارواکو سره یې د افغانستان د سولې پر موضوع خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي تیره ورځ وویل اسلام اباد به هڅه وکړي چې د افغانستان سولې خبرو کې اسانتیا رامنځته کړي.
خلیلزاد قطر کې د افغانستان سیاستوال حنیف اتمر سره هم لیدلي دي.
ویل کیږي چې کیدای شي د افغانستان د سولې خبرې د همدې اونۍ په جریان کې بیا پيل شي، خو رسمي سرچینو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی.
د تیر ځل خبرو بندولو اصلي علت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی، خو بګرام کې د طالبانو برید او خپلو مشرانو سره سلا مشورې یې احتمالي عوامل بلل کیږي.
 


د مطلب کود: 198108

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198108/خلیلزاد-پاکستاني-چارواکو-سره-له-خبرو-وروسته-بیا-قطر-ته-تللی

آوا
  https://www.avapress.com