کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لښکرګا ښارکي پر لپسې غلچکي بریدونو خلک وېرولي دي

24 قوس 1398 ساعت 12:00

لښکرګا ښارکي د تیرو لسو ورځو راهیسي په پرله پسې توګه پولیس سرتیري د غلچکي بریدونو پر مهال د برید ګرو له خوا په نښه کیږي او بیا له سیمي تښتي، چي دغه حالت خلک سخت اندېښمن کړي دي.
بل خوا امنیتي مسئولین وايي: د ترورو د مخنیوي لپآره يي جدي اقدامات پیل کړي ، او په دې ورځو کي یې یو شمېر هغه کسان هم نیولي، چي د دوی په وینا ترور يي کوئ او په نا امنۍ کي يې لاس درلود.


د لښکرګا ښارکي له تیرې یوې میاشتي راهیسي غلچکي بریدونه روان وه، خو اوس هره ورځ نږدې یو یا دوه پولیس سرتیري د برید کونکو له خوا په نښه کیږي او بیا د سیمي له ځآیه تښتي.
خو د هلمند امنیه قوماندان سمونمل احسام الدین بیا دا پيښي په نهرسراج کي پر طالبانو سختو عملیاتو او قطرکي د طالبانو سره د امریکايې لوري د خبرونو د رواني پروسې فشار بولي.
دی وايي: په دې څو ورځو کي يي په ګرشک او لښکرګا ښارکي دوه تنه د ترورو په تور له وسلو او تجهیزاتو سره یو ځآی نیولی دي.

د هلمند ملي امنیت ادارې بیا یو شمېر وسله وال طالبان چي د دوی په قول د تیرو څو هفتو په جریان کي يي نیولې هم رسنیو ته ښکاره کړه.
د هلمند مرستیال او سرپرست والي مجاهدالله صفاري وايي دا هغه کسان دي، چي د عملیاتو پرمهال نیول سوي، چي په دوی کي د ښار د تروریستي بریدونو او همداراز په مارجه کي د قوماندان ظاهرګل مقبل په وژنه کي د لاس لرلو کسان شامل دي.

په تیرو دوه انیو کي د لښکرګا ښار په بیلابیلو سیمو کي د یوه دوکاندار په شمول اوه تنه پولیس او نور امنیتي سرتیري وژل سوي او دوه نور هم ټپیان دي.
بل پلو د ښار په بیلابیلو برخو کي ملي امنیت او پولیسو د تلاشیو چک پاینټونه ایجاد کړي، چي پر دې سربیره بیا هم پرون او نن دوه پولیس د برید ګروله خوا په نښه سوي، چي مړه او ټپیان دي.


د مطلب کود: 198110

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198110/لښکرګا-ښارکي-پر-لپسې-غلچکي-بریدونو-خلک-وېرولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com