دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 198111
دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د عامه کتابتون پرانیستنه وسوه
له څه مودې راهیسي کندهار اطلاعات او کلتور رياست په دې لټه کي دئ، چي په ولسواليو کي عامه کتابتونونه جوړ کړي؛ د یادو کتابتونو له جملې څخه نن د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي عامه کتابتون پرانیستل سو، چي د کندهار اطلاعات او کلتور رياست، د يادي ولسوالۍ د پوهني امريت، ښاروالۍ او هلته مېشتو يو شمېر ځوانانو او ادارو همکاري پکښي کړې ده.
د اطلاعات او کلتور رئيس حکمت الله افغان له ځوانانو وغوښتل، چي د یاد کتابتون په غني کولو کي همکاري وکړي او د مطالعې له پاره ورته راسي.
نوموړي يادونه وکړه، چي په نورو ولسواليو کي به هم ورته عامه کتابتونونه جوړ سي، په خبره ئې چي د هوايي ډګر په شمول ئې په يو شمېر نورو عامه ځايونو کي هم کوچني کتابتونونه جوړ کړي.
https://avapress.com/vdcgq79qqak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته