دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 198113
د اشر دملي دود درا ژوندي کولو فرهنګ باید عام سي
د ډسمبر دمیاشتي پنځمه درضاکارانو نړیواله ورځ ده د دغه ورځي د لمانځني په سبب د کندهار پوهنتون رهبري، استادانو، سلګونه نارینه او ښځينه محصلانو دپوهنتون په داخل کي د چاپېریال پاکولو اشر تر سره کړ. دکندهار پوهنتون رئیس پوهاند عبدالواحد وثیق وویل ددغه ورځي دلمانځني څخه هدف دادی ترڅو په ټولنه کي داشر کولو فرهنګ بیا راژوندی کړل سي. دشنبې په ورځ دکندهار پوهنتون په انګړ کي سلګونه نارینه او ښځینه محصلین دخپلو استادانو سره یوځای په دې موخه راټول سوي وه چي د دسمبر دمیاشتي پنځمه چي درضاکارانو نړیواله ورځ ده نهه ورځي وروسته دا ورځ داشر د ملي دود په ترسره کولو سره ولمانځي.
دوی دپوهنتون چاپیریال چي پاکیدو ته يې اړتیا وه پاک او ټوله جارو کړ.
دکندهار پوهنتون رئیس پوهاند عبدالواحد وثیق درسنیو سره خبرو کي داشر دملي دود او تاریخي مخیني په اړه خبري وکړې او وویل دغه تاریخي دود په پخوانیو وختو کي دافغانانو په منځ کي ډېر عام وو، چي اوس هم باید بیرته دپخوانیو وختونو په څیر راژوندی کړل سي.
هغه نارینه اوښځینه محصلین چي په اشرکي يې برخه اخيستې وه وویل ، ددغه ملي اشر څخه هدف دادی ترڅو ټول ښاریان، دکورنۍ مشران اوښځي دې ته وهڅول سي چي دخپل کورونو او دوکانو شاوخوا چاپیریال ته توجو وکړي او په پاک ساتلو کي يې خپله ملي وجیبه په ښه توګه ترسره کړي.
په ورته مهال دچاپیریال ساتني د ادارې مشر انجینر ایام الدین حمیدي دکندهار پوهنتون درهبرۍ اوټولو محصلینو ددا ډول اقدام ستاینه وکړه او وویل دچاپیریال پاک ساتل یواځي دښاروالۍ او اړوند مسولینو وظیفه نه بلکي ټول ښاریان حق لري چي دیو پاک چاپیریال په جوړولو کي داړوند ادارو سره همکاري وکړي.
دیادولو وړ ده په کندهار ولایت کي دځوانانو ترمنځ دنورو وختونو په پرتله اوس مهال رضاکارانه فعالیتونه ډېر سوي منظمه ټولنه لري اوزیات وخت رضاکارانه کارونه کوي.
https://avapress.com/vdcizvazpt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته