د ډسمبر دمیاشتي پنځمه درضاکارانو نړیواله ورځ ده د دغه ورځي د لمانځني په سبب د کندهار پوهنتون رهبري، استادانو، سلګونه نارینه او ښځينه محصلانو دپوهنتون په داخل کي د چاپېریال پاکولو اشر تر سره کړ.
دکندهار پوهنتون رئیس پوهاند عبدالواحد وثیق وویل ددغه ورځي دلمانځني څخه هدف دادی ترڅو په ټولنه کي داشر کولو فرهنګ بیا راژوندی کړل سي.
دشنبې په ورځ دکندهار پوهنتون په انګړ کي سلګونه نارینه او ښځینه محصلین دخپلو استادانو سره یوځای په دې موخه راټول سوي وه چي د دسمبر دمیاشتي پنځمه چي درضاکارانو نړیواله ورځ ده نهه ورځي وروسته دا ورځ داشر د ملي دود په ترسره کولو سره ولمانځي.