دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 198116
د امریکا سفیر: افغانستان کې پراخ فساد د نړیوالو مرستو پر وړاندې خنډ دی
افغانستان کې د امریکا سفیر، جان بس وایي افغانستان کې د پراخ فساد شتون دغه هیواد سره د نړیوالو مرستو پر وړاندې خنډ ګرځیدلی دی.

ښاغلي بس چې نن یکشنبې یې کابل کې فساد سره مبارزې ناسته کې خبرې کولې همدا راز وویل په افغانستان کې پراخ فساد موجود دی او دې مسئلې دغه هېواد بې باوره کړی دی.
جان بس وویل نړیوال مرسته کوونکي اوس د افغانستان پر حکومت باور نشی کولی او فکر کوي چې د دوی مرستې د ګوتو په شمار څو کسانو جیبونو ته ځي.
هغه وویل دا سمه ده چې له طالبانو سره سوله ښې پایلې لرلی شي، خو دا احتمال هم شته چې د سولې خبرې بریالۍ نشي چې په دې صورت کې به ډېری مرستندوی هېوادونه له افغانستان سره مرسته ونه کړي.
دده په وینا همدا اوس هم مرستندویه هېوادونه د فساد د موجودیت له امله مرستې نه کوي او په دې باور دي چې مرستې او پیسې یې د څو خاصو کسانو جېبونو ته ځي.
فساد سره د مبارزې ناسته نن په کابل کې د ولسمشر غني، د امریکا سفیر، د ولسمشر دویم مرستیال او یو شمیر نورو کورنیو او بهرنیو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.
ولسمشر غني هم دې ناسته کې فساد سره مبارزې لپاره د هڅو او شوو کارونو یادونه وکړه.
ولسمشر وویل د فساد لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز تر اوسه زیات شمیر دوسیې څيړلي او یو شمیر کسانو ته یې سزا هم ټاکلې ده.
ولسمشر همدا شان زیاته کړه چې د امنیتی ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتیرو د مخنیوی لپاره د دوی د بایومټریک بهیر پيل شوی او تر اوسه د ملي اردو ۹۶ سلنه سرتیري او د پولیسو ۸۴ سلنه سرتیري بایومټریک شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8wb80rhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته