دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 198127
د نظام الدین قېصاري کور افغان ځانګړو ځواکونو محاصره کړی
جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کس بابر فرهمند د حکومت له خوا د نظام الدین قصیاري نیونې ته په غبرګون کې ادعا کړې، چې حکومت قیصاري ته دوکه ورکړې او اوس غواړي ویې وژلي.
بلخ کې د غیر مسوول وسله وال نظام الدین قېصاري دنیولو عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو او قیصاري د پلویانو ترمنځ نښته روانه ده.
امنيتي سرچينې ويلي چې د قېصاري په کور کې ٢١٠ کسان پټ دي، چې ١٢٠ تنه يې وسله وال دي او د امنيتي ځواکونو پر ضد مقاومت کوي.
جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کس بابر فرهمند د حکومت له خوا د نظام الدین قصیاري نیونې ته په غبرګون کې ادعا کړې، چې حکومت قیصاري ته دوکه ورکړې او اوس غواړي ویې وژلي.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، افغان ځواکونو تېره شپه د محکمې امر تر لاسه کړه او هڅه یې وکړه، چې قیصاري او وسله وال یې په سوله ییز ډول ونیسي او محکمې ته یې وسپاري.

خو په وینا یې د قیصاري وسله والو پر افغان ځواکونو برید کړی، چې ورسره سم نښته رامنخ ته شوې او اوس هم جګړه جریان لري.

همدې پېښې ته په غبرګون کې د دوستم نېږدې کس بابر فرهمند ادعا کړې، چې  حکومت قیصاري ته دوکه ورکړې او اوس غواړي هغه و وژني.

نوموړي د قیصاري نیونه د حکومت له خوا قومي ضد سیاست بللی او زیاته کړې یې ده، چې نامتوازنه جنګ د حکومت له اخلاقو سره نه ښايي.

فرهمند په خپله فسبوک پاڼه لیکلي«که حکومت هغه «قیصاري» د وژنې په خاطر خوشی کړی و، که یې د خپلو پر ضد د کارولو لپاره پرېښی و، که یې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کولو په خاطر وسله ورکړې وه، که د سون توکو په توګه ترې کار اخلي، خو د وژنې دا کړنلاره انساني او اسلامي نه ده، د حذف دغه سیاست د وېرې او ترهې خپرولو سره په یوه په یوه لوی ښار کې د منلو نه دی، په هغه ښار کې کلونه کېږي، چې لچکان حکم چلوي، انسانان وژني، اختطاف کوي، غلا کوي، بې ناموسي کوي، جزیه اخلي، ځمکې غصبوي او نور سلګونه ښکاره جنایتونه کوي، آیا له دغو کوم یو یې تر اوسه پورې داسې صحرايي محاکمه شوي؟»

نوموړی اعاد کوي، چې همدا څو میاشتې وړاندې یو مشهور لچک په همدې ښار کې بااالفعل ونیول شو، او د نیولو لپاره یې پولیس پل په پل تلل، چې ترې وتښتېده او کور یې څو ورځې کلابند و، ولې یو ټک ونه شو؟. 
https://avapress.com/vdcdxj0f5yt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته