کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني د زمري پیکان د نیولو امر ورکړ

24 قوس 1398 ساعت 14:05

ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره د دغه وازارت د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان زمری پیکان ونیسي.


 ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره د دغه وازارت د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان زمری پیکان ونیسي.
 ولسمشر غني، چې  نن یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه د فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې په ارګ کې خبرې کولې وویل، چې د زمري پیکان نه نیونې د افغان دولت شهرت او سیاسي اراده په نړیواله کچه تر سوال لاندې راوستې ده.
ولسمشر زیاته کړه«د زمري پیکان نه نیول، هره ورځ د دولت شهرت او سیاست تر سوال لاندې راولي او دا امر نور د منلو نه دی.»
ښاغلي غني په دغه ناسته کې د کورنیو چارو پر وزیر مسعود انداربي غږ او غوښتنه یې ترې وکړه، چې د زمري پیکان د نیولو لپاره جدي اقدام وکړي او ویې ویل، چې دا یو امر دی.
د یادودنې ده، چې زمری پیکان درې کاله وړاندې له خپلې دندې د ناوړه کار اخیستنې او یو کس د وژل کېدو لپاره د لار برابرولو په خاطر د درنو جرمونو سره د عدلي او  قضايي مرکز خوا په ۸ کاله بند محکوم شوی و، خو هغه تر اوسه نه دی نیول شوی.


د مطلب کود: 198128

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198128/ولسمشر-غني-د-زمري-پیکان-نیولو-امر-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com