دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 198139
ولسمشر غني: د فساد پر وړاندې اقدامات شوي، خو لا هم ستونزې شته
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ له اداري فساد سره د مبارزې په کلنۍ ملي غونډه کې وویل چې له فساد سره د مبارزې لپاره د قانون حاکمیت اړین دی او په دې هکله هرډول منفي مداخله باید جرم وبلل شي.
ولسمشرغني څرګنده کړه چې اداري فساد لاهم په افغانستان کې لویه ستونزه ده او د دې پدیدې د جرړو د ایستلو لپاره باید مدیریت پیاوړی شي او د نورو اړینو اقداماتو ترڅنګ په دولتي ادارو کې د ټکنالوژۍ واحد سیسټم عملي شي.
ښاغلی غنی وایی چې د نورو برخو ترڅنګ په عایداتي څانګو کې ډېر فساد موجود دی او د غیرقانوني مداخلو له امله لا هم نیمایی عواید حیف و میل کیږي.
خو ښاغلی غني چې په تېرو پنځو کلونو کې د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د پام وړ اقداماتو خبره هم کوي.
دی وایی چې سیسټمونه اصلاح شوي، قوانین رامنځته شوي، تر ډېره بریده په ملکي او امنیتي برخو کې د خیالي کارکوونکو مخه نیول شوې، لسګونه لوړ رتبه چارواکي چې په فساد کې ښکېل وو مجازات شوي او د استخدام پروسه شفافه شوې ده.
ولسمشرغني هم ټینګار کوي چې د اداري فساد سره د مبارزې د لا اغیزمنتیا لپاره د موازي او غیرموثرو ادارو مخنیوی اړین دی او د هغو پیسو په اړه دې هم باید حساب ورکړل شي چې د ځینو نړیوالو ادارو له خوا په افغانستان کې لګول کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
https://avapress.com/vdcgw79qyak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته