کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې په عادلانه توګه د رایو پایلې اعلام کړی

24 قوس 1398 ساعت 15:20


د ولسمشریزو ټاکنو پرضد د یو شمېر کاندیدانو دریځ د دې لامل شوى، چې د هغوى له ډلې او احزابو، ډېر مهم کسان لاره بېله کړی،کله چې د ولسمشرۍ لپاره د کاندید ګلبدین حکمتیار له خوا د ټاکنو پرضد دریځ روښانه شو او له نورو معترضو لوریو سره یې لاس یو کړ،نو له ښاغلی حکمتیاره یې د ګوند خورا مهم او پیاوړی غړی بېل شول او خپله لاره یې له دې امله جلا او بېله کړه، چې هغه د دې ملې پروسې پرضد درېدلى او د منتخب حکومت په ځاى یې د بل لنډ مهالی حکومت د رامنځته کولو هڅو ته زور ورکړى دى، دا ډول حکومتونه په ملت کې ښه نوم نه لری، د دښمن فرمایش او لاسپوڅی حکومتونه بلل کېږی،چې ښاغلى حکمتیار او نورې مغرضې ډلې یې غوښتنه کوی.
خبرونه وایی،چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامی حزب څخه د دغه ګوند نږدې ټولو سترو مشرانو او مهمو قوماندانانو لارې بېلې کړې او بل جلا حزب یې اعلام کړى دى.
له دې څو ورځې وړاندې د جمعیت اسلامی ګوند مخکښو غړیو هم د پراخې غونډې په جوړولو سره، د ټاکنیزې پروسې ملاتړ وکړ او د ثبات او همپالنې د ټیم خلاف یې د ټاکنو له کمېسیونه غوښتنه وکړه، چې رایې دې اعلام کړی! دغو لوریو وروسته له هغه دا غږ پورته کړى، چې د ټاکنو پایلې د دغو دوو ډلو په شمول یو شمېر نورو کاندیدانو ته د منلو نه دی، هغوى فرمایش ورکوی، چې ګنې د دوى له خوا دې په نښه شوې رایې باطلې کړاى شی، د ثبات او همپالنې ټیم د ۳۰۰ زرو او د حکمتیار په مشرۍ ډله بیا د دوولس زرو رایو بطلان غواړی، دوى خبردارى ورکوی، که د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا کار ونه کړی، نو بیا به پر سختو اقداماتو لاس پورې کړی، چې د هغوى په وینا پړه به یې د دولت ساز ټیم پر غاړه وی!؟ په ځواب کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، چې د یوې رایې د باطلولو وس او اختیار هم نه لری، ځکه دا د ولس رایې دی او د ولس له رایو به دفاع او ساتنه کوی، ولس هم له ټاکنیزو کمېسیونونو غواړی، چې رایې یې باید پایلې ورکړی او ژر دې دا پایلې اعلام کړی، خو ددې پایلو په بیا بیا ځنډول، نورې او نورې ستونزې را ولاړوی، چې آن د ټاکنو پر کمېسیون را ټول شوی باور ته هم زیان اړوی! دا چې په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړی ځل لپاره په هېوادکې په بایومېټریکه یا الکټرونیکی توګه سم او له هر ډول درغلیو پاک انتخابات وشول، نو د ټاکنو کمېسیون د ملت او نړیوالې ټولنې باور را خپل کړ، د سیمې او نړۍ دوست هېوادونه او ملګری ملتونه، د قانون پر بنسټ د دغو ټاکنو ملاتړ او ننګه کوی، د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه خو آن له طالبانو سره د سولې د تړون لپاره د همدغو ولسمشریزو ټاکنو پر بنسټ منتخب ولسمشر اعلامول مهم ګڼی، چې د سولې دغه تړون لاسلیک کړی. په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د معترضو ډلو له استازیو سره غونډه بې پایلې ختلې او دا کمېسیون هم له دې امله ،چې له دغو معترضو کسانو سره مشوره کوی، تر سختو نیوکو لاندې راغلى دى،نو پر دغه کمېسیون غږ شوى، چې هغوى دې د قانون او طرزالعملونو پر بنسټ د رایو پایلې اعلام کړی او له چا سره د مشورې هېڅ حق او اختیار نه لری. البته د ملت د رایو په دفاع کې تر اوسه د ټاکنو د کمېسیون دریځ د ستایلو وړ دى، له همدې امله له یو شمېر ډلو مهمو کسانو لارې بېلې کړې دی، په ولس کې هم د ټاکنو پرضد درېدونکې ډلې خپل ارزښت له لاسه ورکوی، ملت، مدنی ټولنه، د ټاکنو د څار خپلواک لوری او نړیواله ټولنه د ټاکنو له کمېسىونه غواړی، چې باىد د ټاکنو پایلې اعلام کړی اوکمېسىون دې د چا د زور او فشار تر اغېزې لاندې نه وی، په دې کې دې اړوند بنسټونه مرسته وکړی، چې پر دغه کمېسیون ناوړه فشار له منځه لاړشی او د ټاکنو پایلې اعلام کړی، د دې نور ځنډ نه د ملت په خیر دى او نه هم د هېواد په خیرږ
 


د مطلب کود: 198141

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198141/د-ټاکنو-خپلواک-کمېسیون-دې-په-عادلانه-توګه-رایو-پایلې-اعلام-کړی

آوا
  https://www.avapress.com