دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 198153
بنګله دېش بورډ مشر: لوبغاړي به د پاکستان دورې ته اړ نکړي
د بنګله دېش کریکټ بورډ مشر نظم الحسن د رسنیو سره په وروستیو څرګندونو کې ويلي چې بورډ به يي هيڅکله په لوبغاړو فشار رانه وړي چې پاکستان دورې ته يې اړ کړي.
نوموړي وويل: (( مونږ به هيڅکله خپل لوبغاړي دېته اړ نه باسو چې پاکستان سفر حتمي وکړي. او نه به په دوی کوم داسې فشار  راوړو. پاکستان ته د سيالیو لپاره د ورتللو پریکړه د لوبغاړو په لاس کې ده او بورډ به هيڅکله خپل لوبغاړي په زور دغو سيالیو ته ور ټيل نه کړي.))
پاکستان کریکټ بورډ د راتلوونکي کال د جنورۍ-فبرورۍ ترمنځ د دوو ټیسټ او درې شل اوریزو لوبو سیریز لپاره بنګله دېشۍ لوبډله پاکستان ته د دورې لپاره دعوت کړي ده. خو بنګله دېش کریکټ بورډ تراوسه په رسمي ډول د دوی بلنه نده منلې.
د بورډ مشر نظم الحسن وويل، تراوسه مونږ د پاکستان د دورې په اړه خپله پریکړه نده اعلان کړې او نه دا ويلی شو چې کومه لوبډله به هلته د سيالیو لپاره ولیږو.خو مونږ ته به لومړۍ خپل حکومت د پاکستان د امنيتي حالتو د ارزولو راپور وړاندې کوي او له هغې وروسته به زمونږ بورډ خپله پریکړه اعلانوي.
(( مونږ خپل حکومت څخه د پاکستان د امنيتي حالتو د څيړلو غوښتنه کړې.د امنيتي حالتو ارزونې وروسته بیا ټول واک د لوبغاړو ته ورکړل شوی دی، دوی به د ياد سفر لپاره پریکړه پخپله کوي.خو مونږ به دا هر څه په راتلوونکو څلورو يا پنځو ورځو کې واضح کړو.))
د یادولو وړ ده چې په ۲۰۰۹ کال په لاهور ښار کې په سريلانکايي لوبغاړو د سپارلۍ بس موټر باندې د خونړي برید وروسته هيڅ خارجي لوبډله پاکستان ته د سيالیو لپاره زړه نه ښه کوي. په یاد برید کې ځينې سریلانکايي لوبغاړي ټپيان شوي وو.
پاکستان کریکټ بورډ په وار،وار خپلو خلکو ته نړیوال کریکټ د بیا راستانیدو هيلې ورکوي،خو لا هم پاکستان هیواد ته د امنيتي ستونزو له کبله مشهورې بهرنۍ لوبډلې د ورتللو څخه انکار کوي.
لدې وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو د سيریز پر مهال سریلانکايي لوبغاړو په پاکستان کې د اسانتیاوو د نه شتون څخه شکایت کړئ وو، دوی ويلي وو، چې هلته یوازې په یوه اطاق کې ساتل کيږي او د باندې د ګرځیدو اجازه نه ورکول کيږي او دوی له سختو ذهني ستونزو سره مخ شوي دي.
پاکستان کریکټ بورډ په پام کې لري چې سږ کال پي ايس ایل سيالۍ په پاکستان کې دننه ترسره کړي، خو لدې سره زیاتو خارجي لوبغاړو سر له اوسه پاکستان ته ورتللو څخه انکار کړئ دی.
https://avapress.com/vdccp4qs12bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته