کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جان باس: د پراخ فساد له امله افغانستان باور له لاسه ورکړی

24 قوس 1398 ساعت 17:13


افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس ویلي، افغانستان کې د پراخ فساد د موجودیت له امله افغانستان بې باوره شوی دی.
کابل کې د امریکا سفیر جان باس نن(یکشنبه لېندۍ ٢٤مه) فساد پر وړاندې د مبارزې په یوه ناسته کې د وینا پر مهال دا هم ویلي، افغانستان کې د پراخ فساد شتون د نړیوالو مرستو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
جان باس ویلي، نړیوال مرستندویه اوس پر دې پوهیږي، له افغانستان سره مرسته کول د څو کسانو سره مرسته کول دي، دی وایي، ځکه نړیوالې مرستې د ګوتو په شمېر څو کسانو جېبونو ته لویږي، او نړیوالو مرستندویه هېوادونو افغانستان کې د پراخ فساد د موجودیت له امله پر افغان حکومت خپل باور له لاسه ورکړی.
د نوموړي پر باور اوس مهال هم یو شمېر مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره ځکه مرستو ته زړه نه ښه کوي، چې پوهیږي مرستې یې یوازې د څو مشخصو کسانو جېبونه ډک کوي.
جان باس د امریکا او طاب استازو ترمنځ د افغان سولې مسلې ته په اشارې وویل، که د سولې خبرې یوې بریالۍ هوکړې ته ونه رسیږي په دې حال کې به ډېر شمېر نړیوال مرسته کوونکي له افغانستان سره مرستو ته زړه ښه نه کړي.
فساد پر وړاندې د مبارزې ناسته چې نن(یکشنبه لېندۍ ٢٤مه) په کابل کې جوړه شوې وه، په کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش، کابل کې د امریکا سفیر جان باس او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود.
ولسمشر غني په دې ناسته کې د خبرو پر مهال د عدلي اوقضایي ارګانونو له لوري په فساد کې د ښکېلو کسانو د دوسیو د څېړلو او هغوی ته د مجازاتو له ورکولو یادونه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د فساد پر وړاندې د مبارزې پر نړیواله ورځ په یوه غونډه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش د خبرو پر مهال وویل، افغان حکومت تر اوسه په افغانستان کې تر ډېره د فساد د کچې پر را کمولو نه دی توانېدلی، د فساد په راکمولو کې یې د پام وړ پر مختګ نه دی کړی او نه هم د فساد راکمولو تر ټاکلي بریده رسیدلي دي.
په ورته مهال تېره اوونۍ(سه شنبه لېندۍ١٩مه) د هېواد پخواني ولسشمر حامد کرزي د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د فساد په زیاتوالي کې رول لري، امریکا پرته له حساب ورکونې له افغانستان سره په میلیونونه ډالره مرسته کړې، چې په همدې ډول یې د فساد زیاتېدو سره هم مرسته کړې ده.


د مطلب کود: 198163

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198163/جان-باس-د-پراخ-فساد-له-امله-افغانستان-باور-لاسه-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com