کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: محلي اردو د سیمې امنیت ساتنه کې اغیزمن تمام شوی

24 قوس 1398 ساعت 18:00


دننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ او غازي آباد سیمو لپاره د سیمه ییزې اردو دوه ټولي له روزنې وروسته نن فارغ شول.
ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسولین وایي،د فارغو سرتیرو شمیر ۲۴۲ تنه دي او ۴ میاشتې یې روزنه لیدلې ده.
د یادې قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترين وایي، د محلي اردو فارغ سرتیري به د دې ولایت په خوږیاڼیو او د کونړ غازي اباد سیمو کې دنده پر مخ وړي.
ښاغلي ترین زیاته کړه چې، دوی ته له مرکزه د سیمه ییزې اردو د ۲۴ ټولیو د روزنې امر شوی او تر دې دمه یې ۲۰ فارغ شوي چې، عملا په بیلابیلو سیمو کې په دندو بوخت دي.
دی وایي یو شمیر نور ټولي هم تر روزنې لاندي دي او له فراغت وروسته به هغو سیمو کې په دندو ګمارل کیږي کوم چې، د دولت د وسله والو مخالفینو ویره شتون ولري.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار ولایتي چارواکو هم ګډون درلود.
والي شاه محمود مياخېل وويل، په دې ولایت کې به د خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره د محلي اردو د فارغ ټولې د دندې له پيل سره سم د امنیت ساحه لا پراخه شي.
والي وایي، دمګړۍ په دې ولایت کې د سیمه ییزې اردو ۱۱ ټولي په دندو ګمارل شوي چې، په بیلابیلو سیمو کې فعالیت کوي.
هغه د سيمه ييزې اردو ګمارنه په دې موخه بريالۍ بولي چې، ډیری پکې د سيمې ځوانان په خپله سيمه کې دنده تر سره کوي.
امنیتي چارواکي ګواښ کوي چې، د داعش وسله والې ډلې په څير به نورې وسله والې دلې هم  له منځه یوسي کوم چې، د دولت پر ضد حرکتونه ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې، د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې دمګړۍ د وسله والو طالبانو دځپلو په موخه عملیات روان دي او چارواکي وایي ژر به دغه ولسوالۍ کې هم وسله وال طالبان په پوره توګه له منځه یوسي.
د محلي اردو فارغ دغه سرتیري هم بیا ولسونو ته د ښه امنیت ساتنې ډاډ ورکوي.
خوږیاڼو کې د ګمارل شوي ټولي قوماندان رفيق الله وایي، د خپلې سيمې امنيت په ټینګښت کې به لازمې هڅې تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د محلي اردو د ګمارنې لړۍ چټکه شوې او خلک هم خوښ دي ځکه د دوی په خبره ډیری هغه سیمې چې، دولت پکې عملیات ترسره کوی اوس سیمه ییزه اردو ساتي.


د مطلب کود: 198169

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198169/چارواکي-محلي-اردو-د-سیمې-امنیت-ساتنه-کې-اغیزمن-تمام-شوی

آوا
  https://www.avapress.com