دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 198172
په بلخ کې د قیصاري او پولیسو تر منځ نښتې اندېښنې راپارولي
په بلخ ولایت کې تېره ورځ د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د پخواني قومندان نظام الدین قیصاري وسلوال کسان هغه مهال له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شول، چې پولیسو یې له کور راتاو شول او د نوموړي د نیولو هڅه یې وکړه.

د بلخ ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ پولیس د نظام الدین قیصاري او د هغه د وسلوالو د نیولو حکم لري؛ ځکه، نو امنیتي ځواکونو د دوی د نیولو لپاره د هغه کور محاصره کړ.
د بلخ ولایت په اعلامیه کې د قیصاري وسلوال د عامه نظم او امن په خرابولو تورن شوي، چې په زور له خلکو باج اخلي او په ښار کې ډار او وېره رامنځته کوي.   
د پولیسو پخواني قومندان نظام الدین قیصاري اړوند تورونه رد کړي او له تېرې شپې راپدیخوا د امنیتي ځواکونو او د ده د وسلوالو تر منځ نښته روانه ده.
د ولسمشر لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي مشر عبدالرشید دوستم د نوموړي او پولیسو تر منځ د منځګړیتوب چمتووالی ښودلی او دغه ګوند په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې رامنځته شوې موضوع دې د خبرو له لارې حل شي او جګړه د حل لار نده.  
اوس پوښتنه داده، چې حکومت ولې نظام الدین قیصاری خوشې کړ؟
یوشمېر سیاسیونو دغې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې د حکومت لخوا د نظام الدین قیصاری د نیولو او وروسته د هغه خوشی کولو خلکو ته ګڼی پوښتنی راولاړی کړې؛ ځينې وایي، چې ولسمشر له قیصاري څخه د ټاکنیز کمپاین په توګه کار واخیست؛ خو مشرانو جرګې ويلي: قیصاري دې ډېر ژر ونیول شي، چې د مزار شریف په ښار کې د وسلوالو نښتو مخه ونیول شي.
قیصاري د خپلې میرمنې پر وژلو، خلکو ګواښلو، ځورولو او همدارنګه د قانون پر نه منلو تورن و؛ خو د دوستم په غوښتنه د ټاکنو پر مهال د ملي امنیت له بنده خوشې شو او له آریانانیوزه په داسې حال کې ښکاره شو، چې وسلوال کسان يې ترشاه ولاړ ول. په لومړي سر کې یې پر جنرال دوستم  نیوکي وکړې وروسته بلخ ته ولاړ او د رحمت الله نبیل له ټاکنیزې ډلې یې ملاتړ وکړ.
لوي څارنوالې وايي دا بنسټ د قیصاري پر ضد هیڅ دوسیه نلري. نوموړی د ملي امنیت لخوا په بند کې شپږ میاشتې وساتل شو او له خوشې کیدو وروسته د ښاغلي دوستم پر سرسخته دښمن بدل شو او د جنبش اسلامي د یوې څانګې مشري یې پیل کړه.  
د یادونې ده، چې تر دې دمه د قیصاري او امنیتي ځواکونو په نښته کې دوه پوځیان ټپيان دي او د نوموړي پر کور د هوایي ځواک د چورلکو بریدونه هم رامنځته شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcd5j0fxyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته