دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۲۲:۱۲
د مطلب کود : 198186
د کور باغ دننه د قیصاری کسانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ نښته/ ۷ جسده د قیصاری کور څخه ایستل شوی
امنیتی ځواکونه نن ماښام د قیصاری کور ته ننوتل. په کور کې دننه یواځی ۷ جسدونه وو او قیصاری نور کسان چی تراوسه معلوم نه دی چی خپله قیصاری هم پکې دی که نه، د امنیتی ځواکونو سره نښتی په حال کې دی.

عادل شاه عادل، د بلخ پولیس ویاند افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی قیصاری حویلی دننه او ساختمان دباندی نښته همداسی ادامه لری.
عادل نظام الدین قیصاری تیښتی په اړه وویل: تراوسه د وخت نه مخکې دی چی ځینی خبری قبول کړو، ځکه دواړو لورو ترمنځ نښته روانه ده.
همدارنګه اجمل فایز د بلخ امنیه قوماندان ددی ولایت ځینی خبرنګارانو ته ویلی دی چی قیصاری کور دننه یواځی ۷ جسده شتون درلود او خپله او نور کسان یی حضور نه درلود.
دا په داسی حال کې دی چی غیری رسمی سرچینی د سیمی څخه د قیصاری تیښتی څخه خبر ورکوی.
 
https://avapress.com/vdcivvazqt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته