دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 198211
د کونړ اوسېدونکي:راتلونکی حکومت دې د کونړ پر سيند د برېښنا بندونه جوړ کړي
پاکستاني ځواکونه له تېرو څو کلونو راهيسې پر شپږو ولسواليو بريدونه کړي چې له امله يې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي، نوی حکومت دې د دغو بریدونو مخه ونیسي
د کونړ ولايت اوسېدونکي له راتلونکي حکومت څخه غوښتي چې پر کونړ سيند ورته د برېښنا بندونه جوړ کړي.دوی  همداراز  پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو د بريدونو د مخنيوي غوښتنې هم کړې دي.
د کونړ ولایت قومي مشر حاجي زرګل وايي، کونړ د هېواد په کچه بې ساري طبيعي زېرمې لکه: ځنګلونه، سيندونه، کانونه او نور لري خو تر اوسه ترې ګټه نه ده پورته شوې.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د کونړ له خلکو سره په تېرو اتلسو کلونو کې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال بېلابېلې ژمنې کېږي، خو تر اوسه يې عملي کړې نه دي.دغه قومي مشر د هېواد له راتلونکي ولسمشره غواړي چې دغه ځل د کونړ پر سيند د برېښنا اساسي بندونه جوړ کړي.
د نوموړي په وينا، په دې سره به ځوانانو ته د کار زمينې برابرې شي، خلک به د برېښنا له اسانتیا برخمن شي او د کرنې په برخه کې به انقلاب راشي.
بل قومي مشر ملک خان باچا بيا وايي چې نوى ولسمشر دې له وسله والو مخالفينو سره د سولې هڅې ګړندۍ او پر دغه ولايت د پاکستاني ځواکونو د بريدونو مخه ونيسي.هغه وويل، که د دولت وسله وال مخالفین په دولت کې ونډه غواړي هم وریې دې کړي خو سوله دې وکړي.
د اسمار ولسوالۍ قومي مشر حاجي ملنګ پژواک ته وويل چې پاکستاني ځواکونه له تېرو څو کلونو راهيسې پر شپږو ولسواليو بريدونه کړي چې له امله يې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. هغه زياته کړه چې نوى ولسمشر دې لومړى د دغو بريدونو مخه ونيسي.
د کونړ مدني فعال خيام قيام هم پر کونړ سيند د برېښنا بندونو جوړولو غوښتنه کوي او وايي چې د دغه ولايت ٣٠٠ ښوونځي ودانۍ هم نه لري، بايد پاملرنه ورته وشي. د کونړ د ولایتي شورا غړی محمد ساپی د کونړ ولایت مشرانو غوښتنې پر ځای بولي او له نوي ولسمشره په کلکه غوښتنه کوي چې د کونړ د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
https://avapress.com/vdchz6nzz23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته