د انتخاباتو کمېسیون پخوانی مشر او د مشرانو جرګې غړی احمد یوسف نورستانی د امریکا د متحده ایالاتو د فدرال له لوري پر مالي فساد تورن شوی دی. نورستاني پر خپل جرم اعتراف کړی دی او ویلي یې دي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ یې په غیرقانوني توګه د امریکا له حکومت څخه ۱۰۰زره امریکايي ډالر ترلاسه کړي دي.
د امریکا د کلفرونیا ایالات یو محکمې په دې تړاو په خپرو کړو توضیحاتو کې ویلي چې احمد یوسف نورستاني په دغه هېواد کې یوه ټولنیز سازمان ته دروغ ویلي دي. دغه ټولنیز سازمان له هغو کسانو سره مرسته کوله چې اقتصادي وضعیت یې ناسم و.
په کابل کې د امریکا سفارت هم د دغه خبر تایید کړی او پر خپله رسمي ټویټر پاڼه یې خپور کړی دی. ښاغلی نورستانی به د ۲۰۲۰ کال د مارچ میاشتې په ۹ نېټه بیا دغې محکمې ته حاضرېږي. د کلفرونیا د دغې محکمې له لوري په خپرو شوو توضیحاتو کې همداراز راغلي چې د عامو پیسو غلا او جعل کاري ۱۰ کاله بند او ۲۵۰زره جریمه لري.