دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 198213
ډیجیټل ژورنال:افغانان د طالبانو ترڅنګ له بهرنیو ځواکونو هم وېره لري
د افغانانو لوی اکثریت د سولې خبرو ته هيله من دي، خو کم افغانان د طالبانو ملاتړ کوي
ډیجیټل ژورنال خپرونې په وروستۍ ګڼه کې یوه لیکنه خپره کړې او لیکلي یې دي چې افغانان د طالبانو تر څنګ له بهرنیو ځواکونو وېره لري. دغه خپرونه وايي، چې ډېر کم افغانان د طالبانو ملاتړ کوي.
ډیجیټل ژورنال خپرونې د ایشا فونډېشن وروستۍ سروې ته اشاره کړې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې د جولای له لومړۍ د اګست تر اوومې پورې له خلکو سره مرکې کړې او په لړ کې یې له ۱۷ زره افغانانو څخه پوښتنې کړې دي.
له دې نظرپوښتنې څخه څرګندېږي، چې د افغانانو لوی اکثریت د سولې پروسې ته هیله من دي او په سلو کې ۸۹ پوښتل شویو د سولې د اوسنیو خبرو ملاتړ کړی دی.
تر ۵۳ فیصده ډېرو پوښتل شویو ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د سولې په پروسه کې مهم عنصر نه دی. لږ شمېر پوښتل شویو د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کړی خو تر ۵۳ سلنې ډېرو ویلي پر حکومت باور لري او د سولې په خبرو کې د دغه حکومت د ګډون غوښتونکي دي. د ایشیا فونډېشن له سروې داسې ښکاري چې په سلو کې ۱۳ افغانان د طالبانو ملاتړ کوي.
https://avapress.com/vdcjvoevtuqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته