دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 198215
الجزیره:ښايي د داعش ډلې نیمايي جنګیالي لا هم په افغانستان کې فعال وي
د هوا د سړېدو له امله ښایي د داعش ډلې په فعالیتونو کې کموالی راغلی وي، افغان او بهرنیو ځواکونو ته په کار ده چې له فرصت څخه په اسفتادې د دغه ډلې پر ضد عملیاتو ته ادامه ورکړي
د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې په تړاو د افغان چارواکو تر ادعا وروسته الجزیرې تلویزیون په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دغې ډلې نیمايي جنګیالي لا هم په افغانستان کې فعال دي.
د الجزیرې انګلیسي څانګې په یوه تازه راپور کې ویلي سره له دې چې افغان او امریکايي ځواکونو په ګډه داعش ډله ځپلې ده خو داسې اټکل کېږي چې ددې ډلې نیمايي جنګیالي به لا هم په افغانستان کې فعال وي.
د سرچینې په خبره ویل کېدل چې دداعش ډلې ۴۰۰۰ کسیزه ډله په افغانستان کې فعالیت کوي چې ښایي له دې ډلې نیمايي یې اوس هم په افغانستان کې فعال وي.
الجزیرې لیکلي چې د هوا د سړیدو له امله هم ښایي د داعش ډلې په فعالیتونو کې کموالی راغلی وي نو له همدې امله افغان او بهرنیو ځواکونو ته په کار ده چې ددغه ډلې پر ضد عملیاتو ته ادامه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغان او امریکايي چارواکو خبر ورکړ چې داعش ډله په بشپړه توګه په افغانستان کې ختمه شوې ده.
https://avapress.com/vdcb8wb8srhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته