دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 198217
پکتیا سږ کال ۵۰ زره ټنه کرنيز حاصلات ورکړيّ
پکتیاوالو سږ کال پۀ خپلو فصلونو لۀ توېو کړو خولو راضي ول، د ۱۳۹۸ه ش تر مني پورې ۴۰۰۰ ټنه غنم، ۳۵۰۰ ټنه جوار، ۴,۰۰۰,۰ ټنه بېلابېلې مېوې او ۵۰۰ ټنه حبوبات او سبزیجات يې لۀ خپلو ځمکو څخه لاس ته راوړي دي.
بزګران لۀ خپلو حاصلاتو او د دولت له لوري د کرنيزو توکو لکه د اصلاح شویو تخمونو، د کیمیاوي سرو لۀ مرستې خوښ دي، خو د خپلو حاصلاتو لپاره بازار موندنې او د حاصلاتو د زېرمه ځایونو لۀ ستونزو سره لا هم لاس او ګریوان دي.
مېاشت مخکې دپکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بڼوالي او مالدارۍ ملي برنامې (NHLP) لخوا ۱۲۳۲ بڼوالو ته د مېوو ۱۲۳۲ جرېبه بڼونه جوړشوي دي.
چې ددې بڼونو د نېالګیو د ښې ودې پۀ پار ۲۹ ټنه توره سره (DAP) هم ووېشل شوه.
چې د دې بڼونونو او سرې وېش سره به د بڼوالانو پۀ کښت او حاصلاتو کې د پام وړ زېاتوالی راشي، او ډېری ستونزې به یې ورسره حل شي.
د احمدابا ولسوالۍ د بڼوالو د ټولنې مشر عبدالجبار وایي: د سږني کال د ځمکو لۀ حاصلاتوڅخه بزګران زیات خوشحاله دي، او د کرنې ریاست لۀ لوري د پاملرنې او مرستو حاصلات دوه چنده کړي دي.
نوموړي زیاته کړه: چې سږ کال د مڼو او نورو حبوباتو او سبزيجاتو پۀ حاصلاتو کې د تېر کلونو پۀ پرتله څو چنده زېاتوالی راغلی.
څه موده مخکې هم د کرنې ریاست لۀ لوري په يوه مطبوعاتي ناستې کې د کرنې رئیس وويل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د مڼو په حاصلاتو کې شل سلنه زېاتوالی راغلی.
او زیاته یې کړه چې ددې ولایت لۀ ټولو ولسوالیو څخه ۳۰ زره ټنه مڼې راټولې شوې دي.
د تېرو کالونو پر نسبت سږکال د حاصلاتو حاصل او د تخمونو پۀ اصلاح او بازار موندنه کې ډېر پرمختک شوی، خو یو شمېر ستونزې شته چې بڼوالان اوس هم ترې سر ټکوي، او د دولت څخه ېې د حل په پار جدي غوښتنه کوي.
د پکتیا د کرنې او اوبو لګولو ریاست د کرنيزو چارو آمر مومند وایي: د کرنې ریاست وخت پۀ وخت بزګرانو سره بېلا بېل ډوله کرنيزې مرستې کړې. سږ کال بزګرانو سره ۵۰ ټنه دغنمو اصلاح شوو تخمونو او د لسګونو ټنو کیمیاوي سرو تر څنګ زرګونه کېلو ګرامه د چارمغزو، جلغوزیو او نورو وچو مېوو او حبوباتو تخمونو مرسته هم شوې.
مومند زیاته کړه:( چې ولسوالیو او مرکز کې مو ۲۰ سړې خونې او ۳۲ کشمش خانې جوړې کړې، چې د حاصلاتو د زېرمه کولو لپاره به ترې نزدې راتلونکي کې ګټه واخېستل شي).
او نوموړي د ګردېز اړوند ابراهیم خېلو سمیه کې د کانال او سربند د بنسټ ډبرې کېښودو یادونه هم وکړه.
چې اونۍ مخکې د ۱,۴۹۵,۴۰۹۰ افغانیو پۀ ارزښت، د اوبو د ضایع کېدو دمخنیوي او شاړو ځمکو د خړوب پۀ پار ۲۲۵۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي.
پکتیا ولایت مقام هم ځينې ستونزې مني، چې لاهم نه دي حل شوې لکه د حاصلاتو لپاره په سیمه يزه او نړیواله کچه د بازار موندنې نشتون او د وچو مېوو د پروسس فابریکو نه درلودل، برېښنا او صنعتي پارک نه موجودیت ، دا هغه ستونزې دي، چې پکتیا والي يې په راتلونکي کې د حل ژمنه وکړه.
پکتیا یو غرنۍ ولایت دی، چې ۷۸ سلنه خلک ېې په بزګرۍ بوخت دي او په دې ګټه وټه د خپل ژوند سړې او تودې تېروي.
یاده دې وي چې پکتیا تېر کال مجموعي حاصلات ۴۵,۰۰۰ ټنه ؤ، چې سږکال ۱۸% سلنه زیاتوالی کې راغلی.
https://avapress.com/vdcdfj0f5yt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته