دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 198231
د قيصاري پر کور دېرش ساعته عمليات بې پايلې ختم شول

دا په داسې حال، چې تېره ورځ د بي بي سي دري ويب پاڼې د کورنيو چارو وزارت د چارواکو له قوله ويلي و، چې قیصاري ژوندی نیول شوی، خو وروسته له دې خبرو منکر شول او د عملياتو قومندان وویل، چې قیصاري له خپل کوره په تېښته بریالی شوی دی.
په بلخ کې د بي بي سي دري خبريال حميد فهيم وايي، قیصاري ورته د تيليفون په ليکه ويلي، چې لا هم په خپل کور کې دی، خو دا يې نه دي ويلي، چې کوم کور کې دی او نه يې هم په دې اړه نور جزئيات ورکړي دي.
د بلخ پوليس وايي، د لويې څارنوالۍ او سترې محکمې په امر په مزار شريف ښار کې د قومندان قیصاري د نيولو لپاره ورغلل، خو هغه د پوليسو پر وړاندې مقاومت وکړ او پر کور يې عمليات پيل شول.
د پوليسو په وينا نوموړی په سيمه کې د ځمکو په غصب، زورواکۍ او ورته نورو چارو تورن دی او محکمې يې د نيولو امر کړی دی.

قیصاري څوک دی؟

قومندان نظام الدين قیصاري په فارياب کې د دوستم ځانګړی استازی او په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو په خلاف جګړه کې د اربکيانو عمومي قومندان و، خو د تېر کال سرطان مياشت کې د زورواکۍ او له قانونه د سرغړونې په تور د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د هغه پر کور عمليات وکړل، نوموړی يې ژوندی ونیو او د دغو عملياتو پر مهال يو شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
نوموړی څه موده د ملي امنيت رياست په ميلمستون کې د بندي په توګه و، خو کله، چې د دوستم او اشرف غني روغه وشوه، د شرط په توګه په کې قومندان قیصاري هم خوشې شو او د هغه پر خلاف رسمي شوې دوسيه هم معلقه شوه.
له زندانه له خوشې کېدو وروسته قومندان قیصاري له دوستم سره مخالف شو او
په مزار شريف ښار کې دېره شو او هلته په زور واکۍ، د ځمکو په غصب او د خلکو په ځورولو تورن شو او محکمې يې د نيولو امر وکړ، خو له دېرش ساعته ځمکنيو او هوايي عملياتو وروسته هم نوموړی نه دی نيول شوی او عمليات بې پایلې پای ته ورسېدل.
 حزب جنبش اعلام کړی دی چی قیصاری په یو امن ځای کی انتقال شوی دی  
https://avapress.com/vdcjtoevvuqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته