دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 198233
غور: طالبانو لسګونه عسکر وژلي او دولتي چورلکو په همدې سیمه کې ولسي وګړي بمبار کړي
د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې طالبانو لسګونه دولتي عسکر وژلي او حکومتي چورلکو بیا په یاده سیمه کې په ولسي وګړو درنه بمباري کړې او مرګ ژوبله یې اړولې.
له سیمې څخه په ورکړل شویو خبرونو کې راغلي، چې د دولتیار ولسوالۍ په سمک نومي سیمه کې تېره ورځ د ماځیګر له څلورو بجو د شپې تر دوه بجو پورې طالبانو له دولتي ځواکونو سره د سپکو او درنو وسلو په مټ اوږده جګړه کړې او په پایله کې یې «۲۰» تنه دولتي عسکر وژل شوي او «۱۰» نور ټپیان دي.
ددې تر څنګ د پېښې له ځایه خپاره شوي راپورونه لیکي، چې تېره شپه چورلکو د دولتیار ولسوالۍ په خواجه سمک نومي سیمه درنه بمباري کړې، چې په پایله کې یې د ۳۵ کورنو او ۲ مسجدونو د نړېدلو تر څنګ ۵ ماشومان، یوه مېرمن او۲ تنه نارینه وژل شوي.
ولسي وګړې داسې مهال د چورلکو د بې رحمه بمبار هدف ګرځي، چې امریکایي او حکومتي چارواکي له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو هیله لري او هغوی اوربند ته هڅوي.
https://avapress.com/vdcbfwb8frhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته