دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 198235
د مجلس مشر قیصاری په وړاندی د حکومت دوه ګونۍ چلند څخه نیوکه وکړه
میر رحمان رحمانی د نمایندګانو مجلس مشر مجلس ننۍ ناسته کې نظام الدین قیصاری او اخترلچک په وړاندی د حکومت تګلاری څخه نیوکی سره ویلی دی چی حکومت ددی دواړو کسانو په وړاندی دوه ګونۍ چلند لری.


رحمانی زیاته کړه چی حکومت باید خپل مشکل د قیصاری سره د قانونی لاری څخه حل کړی نه داچی ښار نظامی اردو باندی بدل کړی.
هغه د مجلس داخلی امنیت کمیسیون څخه وغوښته چی دا موضوع وڅیړی.
غلام فاروق مجروح د هرات نماینده په مجلس کې هم ریاست جمهوری تیری ورځی اظهاراتو ته په اشاری سره چی هر کال ۵۰ سلنه عواید مفسدینو جیبونو ته ځی، وویل چی اوسنۍ شرایطو کې د مفسدینو سره جګړه د قیصاری جګړی څخه مهم دی.
د هغه په وینا که حکومت سل تنه مفسد پلچرخی بندیخانه کې واچوی، نور به څوک فساد جرئت ونه لری.
هغه همدارنګه وویل چی که دولت د امنیت اخلال کوونکو نیولو تصمیم لری، باید هغه کسان چی امنیت اخلالوی ونیسی.
ذبیح الله عتیق د بدخشان نماینده هم وویل چی که قیصاری مجرم وو ولی حکومت د عدلی او قضایی نهادونو له لوری دی قضیه ته رسیدګی ونه کړ او داسی د یو ښار آرامتیا له منځه یوړه.
دا په داسی حال کې دی چی قیصاری د جنبش غړو له لوری د خپل کور څخه بل ځای ته لیږدول شوی دی او قرار دی ښاغلی قیصاری موضوع د رسنیو له لاری رسنیزه کړی.
 
https://avapress.com/vdcdsj0fkyt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته