دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 198236
هرات لسمې حوزې برید کې درې پولیسو ژوند له لاسه ورکړ
هرات کې لسمې حوزې کې پر پولیسو د وسله والو برید په ترڅ کې درېوو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی.
برید تېر ماښام(یک شنبې د لیندۍ په ۲۴مه نېټه) شوی چې له پولیس سره نښته کې دوه تنه وسله وال هم وژل شوي او یو شمېر ټپيان دي.
 هرات ولایت امنیه قومندان، جنرال امین الله امرخېل وايي چې نښته کې یوشمېر بریدګر ټپيان شوي  دي.
بریدګر له پولیسو سره له نښتې وروسته تښتېدلي دي.
د هرات امنیه قومندان وايي چې پولیسو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.
دا برید داسې حال کې کېږي چې درې ورځې مخکې هم هرات کې د پولیسو پر پوستې برید کې دریوو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی وو.
همداراز د یوې بلې پېښې په ترڅ کې چې یوه ناپېژانده کس هرات کې یوه کافي شاپ ته لاسي بم غورځولی چې له کبله یې څلور ملکي کسان ټپيان شول.
 
https://avapress.com/vdcexv8zpjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته