کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا عدلی او قضایی نهادونه کولای شی د یوسف نورستانی په اړه تصمیم ونیسی

25 قوس 1398 ساعت 13:45

د امریکا محکمه له لوری د یوسف نورستانی تورنیدل په غلا او کلاه برداری باندی، د ولسمشر غنی ویاند نورستانی افغان-امریکا اوسیدونکې وبلل او وویل چی ددی هیواد محکمی کولای شی د هغه په اړه تصمیم ونیسی.



 
آوا خبرګزاری-کابل: صدیق صدیقی خپل توییتر کې لیکلی دی، جرم یو شخصی عمل دی. هیڅوک، په هیڅ ځای کې نه شی کولای قانون څخه لوړ وی. ښاغلی یوسف نورستانی، افغان-امریکا شهروندی لری. په هغه صورت کې چی ښاغلی نورستانی یو غیری قانونی عمل په امریکا کې ترسره کړی وی، عدلی او قضایی نهادونه د هغه هیواد څخه کولای شی د هغه په اړه تصمیم ونیسی.
د امریکا عدلیه وزارت سایت لیکلی دی: ښاغلی نورستانی په فدرال محکمه کې اعتراف وکړ چی د ۱۰۰ زرو دالرو څخه ډیر د امریکا حکومت څخه پّ غیری قانونی توګه ترلاسه کړي او د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پوری امریکا څخه ناښکاره سفرونه بهر ته درلود.
سایت زیاته کړی: نورستانی دا پیسی د مسن او معلول کسانو لپاره امریکا ترلاسه کړي دی.
په دی توګه د SSI اخیستونکې کس باید امریکا کې ژوند وکړی او هر ډول سفر خارج ته چی ۳۰ ورځو څخه ډیر شی باید ریپورت ورکړل شی، په داسی حال کې چی نورستانی ډیر ځلې خپل خارجی اقامت او سفرونه ددی اداره څخه پټ کړی دی او دروغ ویلی دی.
دا سایت کې لیکل شوی چی نورستانی هم غلا او کلاه برداری باندی مجرم پیژندل شوی او لس کاله بند او ۲۵۰ زره امریکایی دالرو باندی جریمه شوی دی.
 


د مطلب کود: 198240

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198240/امریکا-عدلی-او-قضایی-نهادونه-کولای-شی-د-یوسف-نورستانی-په-اړه-تصمیم-ونیسی

آوا
  https://www.avapress.com