دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 198246
ملي امنیت په ننګرهارکې ۲تنه داعش وسلوال نیولي دي
د ننګرهار ملي امنیت ریاست کارکوونکو په هلو ځلو په جلال اباد او روداتو ولسوالۍ کې د داعش وسلوالې ډلې ۲غړي نیولي دي.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې نیول شوي داعش وسلوال رستم او منیر نومیږي، چې په اصل کې د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکي دي او د ملي امنیت کارکوونکو نیولي دي.
چارواکي زیاتوي، چې رستم دننګرهارولایت په مرکز جلال اباد اومه ناحیه کې او منیر دروداتو په ولسوالۍ کې دملي امنیت له لوري نیول شوی دی.
نیول شوو داعش وسلوالوپه خپلو جرمونو اعتراف کړي او په امنیه قوماندانۍ کې ترپښتنو لاندې دي.
https://avapress.com/vdcfjcdyvw6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته