د ملي جنبش حزب غړی سيدنجيب الله هاشمي وايي، د فارياب د پوليسو پخوانی قومندان نظامالدین قیصاري وروسته له هغې چې د ولسمشر دويم مرستيال عبدالرشيد دوستم نه يې مرسته وغوښته، شبرغان ته ولېږدول شو.
د هاشمي په وينا، نظامالدین قیصاري دوستم ته زنګ ووهه او له نوموړي يې مرسته وغوښته او ويلي يې دي چې « تېروتنه مې وکړه چې پر فاشيستانو مې باور وکړ او اوس د دې وخت رارسېدلی چې له خپل معنوي پلار نه ملاتړ وکړم.»
د جنبش ياد غړی وايي، قیصاري ته د دوستم ځواب مثبت و.
تېره شپه امنيتي ځواکونو د نظامالدین قیصاري کور کلابند کړی و او د نوموړي د نيولو لپاره يې عمليات وشول؛ په دغه عملیات چی ۴۲ ساعته وزندیدله ۶ کسه مړه او ۱۱ کسه هم زخمیان سوی دی.
امنيتي ځواکونو د قیصاري د نيولو لامل بلخ کې « د عامه نظم ګډوډول» ياد کړی. د بلخ پوليسو ويلي چې عدلي او قضايي ارګانونو د قیصاري د نيولو حکم صادر کړی دی.