دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 198269
د ولسمشرۍ نوماند عنایت حفیظ او د نبیل مرستیال مرادعلي مراد دولت ساز ته ولاړل
د ولسمشرۍ نوماند عنایت حفیظ او د رحمت الله نبیل د ټاکنیزې ډلګۍ لومړۍ مرستیال مرادعلي مراد د اشرف غني په مشرۍ له دولت ساز ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شول.
ښاغلي حفیظ تر دې وړاندې د کلیو پراختیا وزارت، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت او د امریکا له سفارت سره کار کړی دی او په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ نوماند و.
 همدا راز جنرال مراد علي مراد د رحمت الله نبیل د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال و چې اوس له دولت ساز ټاکنیز ټیم سره یو ځای شوی دی.
تر دې وړاندې فرامرز تمنا هم له دولت ساز ټاکنیز ډلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ژر تر ژره یې د ټاکنو د پایلو اعلان غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې د میزان د شپږمې د ټاکنو درې میاشتې پوره کېدونکې دي او کمېسیون ایله نن په ټولو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې د بشپړېدو د  احتمال خبر ورکړی دی.
https://avapress.com/vdcaian6o49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته