دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 198270
افغانې زهراګل پوپل، د هند په نظامي اکاډمۍ کې لومړی مقام خپل کړ
د افغان ځواکونو د نجونو افسرانو له ډلې د زهراګل پوپل په نوم یوې پېغلې د هندوستان په کوربه توب د او، ټي، ای نظامي کورس لومړی مقام خپل کړ.
دفاع وزارت دا خبر تاند ته تاییدوي او مرستیال ویاند یې فواد امان وايي، دغه نجلۍ د افغان ملي ځواکونو با تجربه افسره ده او د هندوستان د نظامي اکاډمۍ په لنډمهاله روزنیز کورس کې یې له زده کړو وروسته د ټولو پوځیانو له منځه لومړی مقام خپل کړی دی.
 بلخوا د هند رسنیو هم د زهراګل پوپل په اړه راپورونه خپاره کړي دي او وايي، دغې نخبه افغان افسرې په ټولو نظامي ازموینو کې لوړې نومرې خپلې کړې دي.
افغانستان دا مهال په پوځي او پولیسي لیکو کې له شپږ زرو زیاتې مېرمنې او نجونې پوځیانې او سرتېرې لري.
https://avapress.com/vdccm4qsx2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته