کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرچینې: طالبان راتلونکې اوونۍ له امریکا سره هوکړه لاسلیکوي

26 قوس 1398 ساعت 10:16


طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې له امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړه به راتلونکې اوونۍ په دوحه کې لاسلیک شي.
دغه سرچینه وايي، د قطر په مذاکراتو کې راغلې وقفه به یوه ورځ وروسته ختمه شي او مذاکرات به بیرته پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په بګرام له برید وروسته زلمي خلیلزاد ویلي، چې له طالبانو سره یې د دغه برید په اړه خپله غوسه ښکاره کړې ده او پر هغوی یې فشار وارد کړی چې له خپلو مشرانو سره د اوربند په اړه خبرې وکړي بیا به مذاکراتو ته سره کېني.
بلخوا افغان سیاستوال په دې باور دي چې که د سولې هوکړه وشي د تاوتریخوالي کچه به راکمه شي


د مطلب کود: 198306

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198306/سرچینې-طالبان-راتلونکې-اوونۍ-له-امریکا-سره-هوکړه-لاسلیکوي

آوا
  https://www.avapress.com