دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 198308
امريکايي سناتور:له افغانستانه د ځواکونو په وتلو کي باید بېړه ونه سي
امریکايي سناتور لیندسي ګراهام چې د یوه پلاوي په ملتیا کابل ته راغلی و وایي طالبان یوه وسله واله ډله ده او پر دوی باور نه لري.
دده په خبره له همدې امله باید د ځواکونو په ایستلو کې بېړه و نه شي او تر څنګ یې باید د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره زرګونه سرتېري په افغانستان کې وي.
نوموړي دغه راز ویلي چې افغانستان پرمخ روان دی او نړیوالو ته هم په کار ده چې دغه هېواد یوازې پرې نږدي او همکاریو ته ادامه ورکړي.
ګراهام زیاته کړې چې ټرمپ غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ کسانو ته را ټيټ کړي خو دوی غواړي هر څه وڅاري او د افغانستان اوضاع ته په کتو به پرېکړه کوي.
https://avapress.com/vdce7v8zvjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته