دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 198309
عادله راز: ددایمي سولې لپاره؛ باید د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات پيل سي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي سوله د افغانستان ددایمي پرمختګ لپاره مهمه ده او تلپاتې سوله هغه مهال راتلی شي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه معلومات ورکړل او په خبره یې اوسنی حکومت ګڼې لاس ته راوړنې لري او راتلونکې ته د خلکو هیلې ډېرې شوې دي.
د نوموړې په وینا په افغانستان کې ګڼې ترهګرې ډلې فعالیت کوي خو اصلي لامل یې وسله وال طالبان دي او دغه ډله باید ژر تر ژره له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني. نوموړې پر ملګرو ملتونو هم غږ کړی چې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
https://avapress.com/vdcfxcdy1w6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته