دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 198311
د ولسمشر غني او نړیوالو ادارو د استازو په حضور کې په فساد د ملي یووالي حکومت تورنېدل حکومت ته سپکاوی دی، د جان بس نیوکې ښيي چې هغوی په دې برخه کې د حکومت له کړنو ناراضه دي حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یوازې نمایشي اقدامات کړي دي او د فساد سترې دوسيې لا هم نه دي څېړل شوې
د اداري فساد پرضد د مبارزې په کلني کنفرانس کې د حکومت له لوري د فساد ضد مبارزې په برخه کې د امریکا د سفیر نیوکو بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.
وړمه ورځ په ارګ کې د فساد پرضد د مبارزې په کلني کنفرانس کې چې د افغان چارواکو ترڅنګ ورته د نړیوالې ټولنې استازي هم رابلل شوي وو، په کابل کې د امریکا سفیر وویل، چې حکومت او خصوصي سکتور نور خپل باور له لاسه ورکړی او هغه منابع، چې د افغان چارواکو په اختیار کې ورکول کیږي ترې سمه استفاده نه کیږي. جان بس وویل چې افغان حکومت په نړیواله کچه خپل اعتبار بایللی او کېدای شي له دې وروسته نړیوالې مرستې هم پرې کمې او یا قطع شي.
د جان بس وروستیو څرګندونو په کور دننه غبرګونونه را پارولي دي.
د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد او د چارو شنونکي وايي، نړیواله ټولنه د اداري فساد پرضد د مبارزې په برخه کې د حکومت له چلند ناراضه ده او له همدې امله یې د مرستو د کمېدو خبرداری ورکړی.
شنونکي وايي چې د ولسمشر غني او نړیوالو ادارو د استازو په حضور کې په فساد د ملي یووالي حکومت تورنېدل حکومت ته سپکاوی دی.  شنونکي پر افغان حکومت نیوکه کوي چې د اداري فساد پرضد د مبارزې په برخه کې د حکومت اقدامات تر ډېره نمایشي دي، ځکه د فساد سترې دوسیې لاهم نه دي سپړل شوې.
د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې د درالانشا مشر میوند روحاني وايي، که حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي، ممکن نړیوال خپلې مرستې کمې کړي.
د اداري فساد پرضد د مبارزې په برخه کې د حکوت پر چلند دغه نیوکې داسې مهال دي، چې حکومت د فساد ضد مبارزې په برخه کې ځان بریالی بولي.
https://avapress.com/vdcizvazzt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته