دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 198316
د ولسي جرګې غړي عارف رحماني څو ورځې وړاندې په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، افغانانو د خپل حکومت په ۳۰۰ کلنه دوره کې له ځانمرګو، چاودنو، ملا عمر او عبدالرحمان خان جوړونې پرته، کومه ځلانده کارنامه نه ده کړې، خو غزنویانو بیا په خپله ۲۲۰ کلنه دوره کې یو روښانه تمدن او فرهنګ له ځانه پرېیښی دی.
که څه هم رحماني په خپله تازه لیکنه کې لیکلي، هدف یې یو خاص قوم ته سپکاوی نه، بلکې د دوو تاریخي دورو پرتله وه. رحماني په خپل تازه ټویټ کې لیکلي، له دې ټکو یې هدف پښتون قوم ته سپکاوی نه و، بلکې دی د افغانستان هر وګړی افغان بولي، خو وکیلان وايي چې نوموړی باید د خپلو خبرو له امله بښنه وغواړي.
په ولسي جرګه کې د بادغېس د خلکو استازي ضیاالدین اکازي وویل:«هغه یو قوم ته سپکاوی کړی دی، دا د هغه شخصي نظر دی، مونږ پښتانه، هزاره، تاجیک، ازبیک او نور سره وروڼه یو، دا موضوع جدي نیسو او هغه باید له خلکو بښنه وغواړي.”
په ولسي جرګې د سرپل د خلکو استازی حمیدالله بیک بیا د رحماني څرګندونې ټول افغانستان ته سپکاوی بولي.
نوموړی زیاتوي: “زه خواشینی یم، رحماني خپل ځان ته هم سپکاوی کړی دی، ځکه هغه خپله هم افغان دی، هغه افغانیت ته سپکاوی کړی دی، افغانانو ډېر ویاړونه درلودلي دي، خو ترهګري بیا بهرنۍ پدیده ده. “
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د حلیم تنویر وروستیو څرګندونو هم په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي وو.
https://avapress.com/vdcdfj0f9yt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته