دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 198320
په خوست کې ۱۰ تنه غیری نظامیان په یو ماین چاودنه کې وژل شوی
آوا خبرګزاری-خوست: خوست سیمه ییز چارواکې وایی چی نن سهار ددی ولایت علی شیر ولسوالی کې د یو جاده ای چاودنې په ترڅ کې ۱۰ تنه غیری نظامیان وژل شوی دی.

سید احمد بابازی د خوست پولیس قوماندان د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: متاسفانه نن سهار د یو جاده ای ماین چاودنې له امله علی شیر ولسوالی کې لس تنه غیری نظامیان د کوچنیانو او ښځو په ګډون وژل شوی دی.
خوست پولیسو قوماندان په دی اړه نور جزئیات ارایه نه کړ.
طالبان هم تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
په همدی حال کې نصرت رحیمی د داخله وزارت ویاند ویاند ویلی دی چی نن سهار چاودنه علیشیر ولسوالی کې ۵ نارینه او ۳ کوچنیان او یو ښځه وژلی ده.
 
https://avapress.com/vdcirvazut1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته