دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 198324
سي ان ان:له افغانستان څخه وتونکي امریکايي سرتېري ایران ته نږدې ځای پر ځای کېږي
له افغانستان څخه د ۴زره امریکايي سرتېرو د وتلو په تړاو د راپورونو له خپرېدو سره هممهاله امریکايي رسنۍ وايي چې دغه سرتېري به له ایران سره په نږدې سیمو کې ځای پر ځای شي.
سي ان ان امریکايي شبکې راپور ورکړی چې ټرمپ غواړي د افغانستان پر ځای په منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې نفوذ پراخ کړي.
سي ان ان شبکه وایي په سپینه ماڼۍ کې یوې سرچینې ورته منلې چې ټرمپ غواړي له افغانستان زرګونه عسکر وباسي او پر ځای یې دغه عسکر په منځني ختیځ، مرکزي اسیا او د ایران په شاوخوا کې ځای پر ځای کړي.
سرچینه وايي ټرمپ د سیمې د کنټرول نیت لري له همدې امله په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېرکموي.
ددې راپورونو تر خپرېدو وړاندې د امریکا د دفاع وزیر هم ویلي وو چې د افغانستان پر ځای په ځینو نورو سیمو تمرکز کوي او له دغه هېواده خپل سرتېري نورو ځایونو ته لېږدوي. ده ویلي وو هدف یې د ځينو هېوادونو کنټرول او څارل دي.
https://avapress.com/vdcci4qs02bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته