دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 198326
لاریون کوونکي وايي چې ځانګړو ځواکونو د قرغیو په ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال یو ملکي کس وژلی، دوه ښځې یې ټپيانې کړې دي او ځينې کسان یې له ځان سره وړي دي
د لغمان ولایت سلګونو اوسېدونکو پرون د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ملکي خلکو ته د اوښتو تلفاتو له امله د اعتراض په توګه د کابل – جلال اباد لویه لار د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه.
لاریون کوونکي وايي چې ځانګړو ځواکونو وړمه شپه د لغمان ولایت قرغیو ولسووالۍ فرمان خیلو سیمه کې عملیات کړي، چې په نتیجه کې یې یو ملکي کس وژل شوی، دوه ټپیان دي او دوه تنه یې له ځانه سره بیولي دي.
لاریون کوونکو چې د وژل شوي کس جنازه یې له ځانه سره لیږدوله خبرداری ورکړ، که ددې عملیاتو پوښتنه ونه شي د حکومت خلاف به په نورو اقداماتو لاس پورې کړي.
خو د لغمان ولایتي شورا مشر عتیق الله عبدالرحیمزی وايي د شپنیو عملیاتو پرمهال د کور له خوا په پولیسیو ډزې شوې او یو پولیس وژل شوی دوه ټپیان دي، او په دې نښته کې یو ملکي کس هم وژل شوی او دوه ټپیان دي.
خو لاریون کوونکي وايي چې افغان ځواکونو وړمه شپه د قرغیو ولسوالۍ په فرمان خیلو سیمه کې د یوه ملکي کس په کور چاپه وهلې وه چې په خبره يي یو کس يې وژلی، دوه زنانه يي ټپیانې کړې او دوه کسان يي له ځان سره بیولي دي د ملي امنیت صفر دوه قطعې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات دوی نه دي کړي.
https://avapress.com/vdcewv8zpjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته