دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 198327
جمهوررئیس غني: تروریزم افغانستان او امریکا ته ګډ ګواښ دی
جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د جمهوريت غوښتنوکي ګوند پیاوړي سناتور لینډسي ګراهام او مل پلاوي سره په لیدنه کې وویل، تراوسه تروریزم د دواړو هیوادونو د امنیت پر وړاندې ګډ ګواښ دی او اړتیا ده چي پر ضد یې ګډه مبارزه وشي.
جمهوررئیس غني همدارنګه وویل، د سولې په اړه عمومي اجماع موجوده ده، خو اوربند او له افغانستانه بهر طالبانو ته د امن پر پناځایونو تمرکز زموږ د خلکو پوښتنې دي چې باید ځواب شي.
په دغه کتنه کې چې نن ماښام وشوه، جمهوررئیس غني د امریکا د دولت او خلکو د اتلس کلنې همکارۍ د قدردانۍ پر مهال، ښاغلی ګراهام د افغان دولت او خلکو ملګری او ملاتړی وباله.
جمهوررئیس د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو ته په اشارې وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۰ سلنه نظامي عملیات اجرا کوي.
د هیواد جمهوررئیس په ټینګار وویل، د حکومت د برنامو پر بنسټ به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د افغان امنیتي ځواکونو د بودجې په تمویل کې د حکومت ونډه زیاته شي.
په همدې ترتیب لینډسي ګراهام افغان امنیتي ځواکونه چې د امنیت په ټینګښت او تروریزم ضد مبارزه کې زیات مسوولیتونه لري وستایل او وې ویل، هیله مند دی چې د سولې پروسه د افغانانو د اتلس کلنو لاسته راوړنو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو له قربانۍ پرته پایله ولري.
ګراهام ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د جنګ د پایته رسېدو څرنګوالی د امریکا د دولت لپاره مهم دی او کابل ته یې د سفر اصلي موخه، د افغانستان د وضعیت ارزونه ده چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مسوولیتونو د کمولو پر څرنګوالي بحث وکړي.
https://avapress.com/vdcf0cdyew6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته