دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 198329
اردوغان په ترکيه کې د دوو امريکايي پوځي اډو د تړلو ګواښ کړی
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان امريکا ته خبرداری ورکړی، که پر ترکيې يې بنديزونه ولګول، دوی به اړ وي، چې د ترکيې په سويل کې د امريکا دوه پوځي اډې وتړي او امريکايي پوځيان له خپل هېواده وباسي.
اردوغان دا خبرداری وروسته تر هغه ورکړی، چې امريکايي چارواکو ترکيې ته ويلي، که له روسيې يې ايس ۴۰۰ توغندي وپېرل، امريکا پرې بنديزونه ولګوي.
همدارنګه تېره پنجشنبه د امريکا مشرانو جرګې په يوه پرېکړه ويلي، چې ترکيې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د خپلو مخالفينو ټولوژنه کړې ده.
اردوغان د امریکا د مشرانو جرګې دا څرګندونې رد کړي او پر سپينې ماڼۍ يې غږ کړی، چې امريکايي چارواکي بايد داسې پرېکړې او څرګندونې ونه کړي، چې بيا يې بېرته سمول ناشوني وي.
د ترکيې اناضول خبري اژانس د ولسمشر اردوغان له قوله ليکلي، دوی له امريکايي چارواکو سره په خبرو بوخت دي او د اړتيا پر مهال به ښايي د امريکايي پوځيانو پر وړاندې انجرليک هوايي اډه او همدارنګه کيوراجيک سټراټيژيکه اډه وتړي او امريکايي پوځيان به ترې وباسي.
انجرليک اډه په منځني ختيځ کې د امريکا لپاره مهم سټراټيژيک مرکز بلل کيږي او امريکا په افغانستان او منځني ختيځ هېوادونو کې د عملياتو لپاره هم کارولې ده.
ټاکل شوې، چې د امريکا مشرانو جرګه په راتلونکو ورځو کې د ترکيې له لوري د ايس ۴۰۰ روسي توغنديو په پېرلو بحث وکړي او ښايي پر ترکيې نوي بنديزونه ولګوي.
https://avapress.com/vdchi6nzw23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته