حیات الله حیات دغه خبري د کندهار په عېنو مېنه کي د افغان – ترک ښوونځي د رسمي پرانیستني د مراسمو پر مهال وکړې.
ترک ښوونځي له مسؤل څخه وغوښتل چي کندهار ته بايد توجه زياته کړي او په راتلونکي کي د لوړو زده کړو په برخه کي د ترکيې بورسونه ورته برابر کړي.
په دغه پروګرام د کندهار د افغان – ترک مکتب مدیر یاشار نزلا تپا وويل چي ترکيې د افغانستان سره په هره برخه کي کومکونه کړي چي له امله يې له دغه هیواد سره د دوستۍ اړیکه تر اوسه هم دوام لري. هغه وویل چي ترکيې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کي د معارف په برخه کي کومکونه کړي دي.
ښاغلي تپا وویل چي د افغان – ترک په دغه مکتب کي به تر اووم ټولګۍ پوري ۶۰۰ تنه زده کوونکو ته ۶۰ تنو استادانو له لوري زده کړي ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا، د افغان – ترک په دغه ښوونځي کي به د پښتو، دري او انګليسي ژبو تر څنګ په ترکي ژبه هم تدرس کېږي.