کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حیات: ترکیه باید کندهار ته د لوړو زده کړو بورسونه ورکړي

26 قوس 1398 ساعت 13:08

د کندهار والي نن په دغه ولایت کي د افغان – ترک ښوونځي د پرانیستني پر مهال د دغه ښوونځي له مسؤلینو وغوښتل چي د کندهار د زده کوونکو له پاره باید په ترکیه کي د لوړو زده کړو له پاره وړیا بورسونه برابر کړي؛ څو د کندهار خلک وکولای سي تر ابتدائي او ثانوي زده کړو وروسته د تعلیم تحصیل ته ادامه ورکړي.


حیات الله حیات دغه خبري د کندهار په عېنو مېنه کي د افغان – ترک ښوونځي د رسمي پرانیستني د مراسمو پر مهال وکړې.
ترک ښوونځي له مسؤل څخه وغوښتل چي کندهار ته بايد توجه زياته کړي او په راتلونکي کي د لوړو زده کړو په برخه کي د ترکيې بورسونه ورته برابر کړي.
په دغه پروګرام د کندهار د افغان – ترک مکتب مدیر یاشار نزلا تپا وويل چي ترکيې د افغانستان سره په هره برخه کي کومکونه کړي چي له امله يې له دغه هیواد سره د دوستۍ اړیکه تر اوسه هم دوام لري. هغه وویل چي ترکيې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کي د معارف په برخه کي کومکونه کړي دي.
ښاغلي تپا وویل چي د افغان – ترک په دغه مکتب کي به تر اووم ټولګۍ پوري ۶۰۰ تنه زده کوونکو ته ۶۰ تنو استادانو له لوري زده کړي ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا، د افغان – ترک په دغه ښوونځي کي به د پښتو، دري او انګليسي ژبو تر څنګ په ترکي ژبه هم تدرس کېږي.


د مطلب کود: 198333

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198333/حیات-ترکیه-باید-کندهار-ته-د-لوړو-زده-کړو-بورسونه-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com