دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 198334
ځيني ښځي: که له ناروغۍ څخه مرو، هم باید په کور کي کښېنو!
په کندهار کي یو شمېر ښځي وايي چي دوی مجبوري کړل سوي چي د ناروغۍ پر مهال له خاوند یا بل نارینه خپلوان سره ډاکټر ته ولاړي سي؛ که د نارینه خوښه و نه اوسي او یا هغه موجود نه وي؛ دوی تر هغه په کور کي وي؛ څو مړې کېږي.راپور: محب الله شُبير
یو شمېر ديني عالمان وايي چي د ضرورت په وخت کي ښځه کولای سي په یوازي توګه ډاکټر ته ولاړه سي او د ناروغۍ معالجه وکړي؛ خو د ناديې په نوم د کندهار ښار یوه اوسېدونکې وايي چي خاوند ورته وايي، که مړه کېږې هم، باید له کوره و نه وځې. نادیه وايي: “خاوند مي د ښځي وتل له کوره زموږ شریعت نه مني. ته نه سې کولای د باندي ووځې.”
نادیه وايي، په ځینو کورنیو کي خسرګۍ خپلو ښځو ته اجازه نه ورکوي چي حتی د سختي ناروغۍ پر مهال هم ډاکټر ته مراجعه وکړي. دا وايي، داسي کورنۍ يې ليدلي چي د اولاد د زېږون پر مهال هم له کوره نه راایستل کېږي او زېږنتون ته نه بېول کېږي. دا وايي چي ځیني پلرونه سره له دې چي خپلي مېرمني ته اجازه نه ورکوي چي ډاکټر ته ولاړه سي، خپل لوڼي حتی تعلیم ته نه پرېږدي. نادیه وايي: “د کورونو نارینه وايي، دا زما له پاره ډېره بده خبره ده چي ښځه مي له کوره وزي.”
د دې په وینا، که ښځي مریضاني سي، مجبوري دي چي په کور کي کښېني، یا خاوند ته ووایي، که يې د خاوند خوښه سي، ډاکټر ته يې بیايي؛ که نه تر هغو په کور کي کښېني چي مړې کېږي یا يې ناروغي په خپله ښه کېږي. د دې په وینا: “نارینه راته وايي چي دا ټول کارونه د خارجانو دي، په خپل سر له کوره مه وځئ!”
دې اوربند اوونیزي ته وویل چي د نارینه وو دومره محدودیت خويندي بېرولي چي له کورونه نه وځي او خپل اساسي حقوق ځني پاته کېږي.
د ماریې په نوم د کندهار د طب پوهنځي یوه محصله وايي، ښځي ځيني داسي ناروغۍ لري چي په جرئت سره يې نارینه ته نه سي ویلای. د دې په وینا، په هغو ټولنو کي چي ښځه د دې واک نه لري چي د نارینه له اجازې پرته، حتی د ضرورت په وخت کي، له کوره ووځي، مجبوري دي چي دغسي دردونه وزغمي. دا وايي: “که د یوې ښځي خاوند کار ته تللی وي او د لاسرسي وړ نه وي او ښځه هم سخته ناروغه سي؛ که ډاکټر ته ولاړه نه سي، حتمي ده چي مري به.”
https://avapress.com/vdcdsj0foyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته